American media reports that 44 Democratic members of the U.S. House of Representatives have requested, in a letter, that Secretary of State Marco Rubio impose immediate sanctions on high-ranking officials of the Asim Munir and Shehbaz Sharif government due to an increasing human rights crisis.
Sources say the effort is being led by Democratic representatives Pramila Jayapal and Greg Kasar, and includes signatures from Ilhan Omar and Rashida Tlaib; both are Muslim members of Congress known for their positions on Palestine and other Islamic issues.
In the letter, released on Wednesday, the lawmakers are calling for targeted actions, such as visa bans and asset freezes for officials involved in threatening American citizens and their families who criticize Pakistan's military establishment.
These 44 lawmakers wrote to Marco Rubio, urging him to impose sanctions on officials involved in this “global injustice.”
The letter also emphasizes that Washington should take action against those who abuse power to politically imprison opponents, intimidate foreign nationals, and suppress democratic freedoms.
The letter states that in recent years, American citizens and residents living in Pakistan who have spoken out against authoritarian excesses have faced threats and harassment, often involving their families in Pakistan.
The letter notes that these tactics include arbitrary detentions, coercion, and retaliatory violence.
The lawmakers warned that Pakistan is facing a deep authoritarian crisis, with leaders of the government's opposition being arrested without charge, journalists being threatened, abducted, or forced into exile, and ordinary citizens being arrested for activity on social media.
Members of the U.S. House of Representatives added that women, religious minorities, and ethnic/tribal communities are currently facing intense pressure in Pakistan, particularly in Balochistan.
It is worth noting that the U.S. State Department has previously expressed concern about these irregularities and called for a full investigation.
https://hindukushpa.com/wp-admin/
امريکايي رسنيو راپور ورکړی، چې د امریکا د استازو جرګې ۴۴ ډیموکراټ غړو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو څخه په یوه لیک کې غوښتنه کړې، چې د عاصم منیر او شهباز شریف حکومت پر لوړپوړو چارواکو د بشري حقونو کړکېچ زیاتېدو له امله سمدستي بندیزونه ولګوي.
سرچينې ويلي، د دې هڅې مشري د ډېموکراټو استازو (پرمپېلا جیاپال او ګرېګ کاسار) له خوا کېږي او پکې د الهان عمر او رشیده طلیب لاسلیکونه هم شامل دي؛ دوی دواړه د کانګرس مسلمان غړي دي چې د فلسطین او نورو اسلامي ستونزو لپاره د خپل دریځ له امله پېژندل کېږي.
په دغه لیک کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوی، قانون جوړونکو د هدفمندو اقداماتو غوښتنه کړې، لکه د ویزو بندیزونه او د هغو چارواکو د شتمنیو کنګل کول چې د پاکستان د پوځي ادارې پر ضد د انتقاد کوونکو امریکایي اتباعو او د هغوی کورنیو ګواښلو کې لاس لري.
دغو ۴۴ قانون جوړونکو مارکو روبیو ته لیکلي، چې دې «نړیوال ظلم» کې ښکیلو چارواکو باندې دې بندیزونه ولګوي.
په لیک کې همدا راز ټینګار شوی چې واشنګټن باید د هغو کسانو پر وړاندې اقدام وکړي، چې د سیاسي مخالفینو د زنداني کولو، د بهرنیو هېوادونو د اتباعو د وېرولو او د ډېموکراټیکو آزادیو ځپونکو پر ضد د دولت له واک څخه استفاده کوي.
لیک کې راغلي، چې په وروستیو کلونو کې، په پاکستان کې مېشت امریکايي اتباع او اوسېدونکي چې په پاکستان کې یې د استبدادي سرغړونو پر وړاندې غږ پورته کړی، له ګواښونو او ځورونې سره مخ شوي دي؛ ډېری وختونه په پاکستان کې د دوی کورنۍ هم ګواښل کېږي.
په لیک کې ویل شوي چې په دې تاکتیکونو کې خپل سري توقیفونه، جبر او غچ اخیستونکی تاوتریخوالی شامل دي.
قانون جوړونکو خبرداری ورکړی، چې پاکستان له ژور استبدادي بحران سره مخ دی، د حکومت د مخالفینو مشران پرته له کوم تور څخه توقیف کېږي، خبریالان ګواښل کېږي، تښتول کېږي او یا جلاوطنۍ ته اړ اېستل کېږي او عادي اتباع د ټولنیزو رسنیو د فعالیت له امله نیول کېږي.
د امريکا د استازو جرګې غړو زياته کړې، چې پاکستان کې دا مهال ښځې، مذهبي اقلیتونه او قومي/قبیلوي ټولنې په ځانګړې توګه په بلوچستان کې له سخت فشار سره مخ دي.
د یاودنې وړ ده، چې د امریکا خارجه وزارت لا دمخه د دغو بې نظمیو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او د بشپړې پلټنې غوښتنه یې کړې وه.
https://hindukushpa.com/wp-admin/
Source: هندوکش غږ (@Hindukush_0)
[ https://x.com/Hindukush_0/status/1996968209908482167 ]
#Afghanistan #Palestine #Iran #Islam