#سمنګان کې د #افغاني_سرې_میاشتې له ښوونیز مرکز څخه ۱۵۰ زده کوونکي فارغ شول
پنجشنبه، ۲ رمضان ۱۴۴۷
د سمنګان ولایت د افغاني سرې میاشتې د ځوانانو او #رضاکارانو په #ښوونیز_مرکز کې د اسلامي ښوونې او روزنې، ریاضي او انګلیسي برخو ۱۵۰ تنه #زده_کوونکي د شپږ میاشتنیو زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
په یاد ښوونیز مرکز کې #اوسمهال شاوخوا ۳۰۰ تنه هغه زده کوونکي، چې په شخصي ښوونیزو مرکزونو کې د فیس ورکولو توان نه لري؛ په بېلابېلو برخو کې په وړیا ډول زده کړې ترلاسه کوي.
افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې د ښوونیزو مرکزونو له لارې #اړمنو_ځوانانو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړي؛ څو هغوی خپلې وړتیاوې لوړې کړي او د مسلکي مهارتونو پر مټ خپل روښانه راتلونکی تضمین کړي.
=========================
150 Students Graduate from #ARCS Training Center in #Samangan
Thursday, February 19, 2026
A total of 150 #students graduated after successfully completing six months of training in Islamic education, mathematics, and English at the ARCS Youth and Volunteers #Training_Center in Samangan Province.
#Currently, around 300 students who cannot afford tuition fees at private educational centers are receiving free education in various fields at this training center.
The ARCS strives to provide #educational_opportunities for vulnerable youth through its training centers, enabling them to enhance their capacities and secure a brighter future through professional skills.
Source: Afghan Red Crescent | افغاني سره میاشت (@ARCSAfghanistan)
[ https://x.com/ARCSAfghanistan/status/2024497811576811576 ]











































